کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨) : د کابل د ۱۴ ولسواليو مشران وايي چې د سولې خبرې دې علني وي او خلک بايد د سولې په ټولو ناستو کې ګډون ولري.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د دوولسو ولسواليو مشران راټول شوي وو.
هغه زياته کړه، راټولو شوو کسانو جدي غوښتنه وکړه چې بايد ژر تر ژره اوربند وشي.
د نوموړي په وينا، په غونډه کې مشرانو د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه د ويني نه تويولو غوښتنه وکړه.
وطندوست وايي، په غونډه کې د سولې د پروسې پر ګړنديتوب، د ويني تويولو جدي مخنيوی او د جګړې پر ضد د خلکو د پاڅون په اړه خبرې وشوې.
د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وويل، د خلکو غږ د سولې خبرې نړيوالې کړې، اړتيا ده چې خلک د رښتينې سولې لپاره عږ پورته کړي.
د خيبر په وينا، که چېرې خلک د جګړې د ښکېلو اړخونو خبرو ته په تمه واوسي، نه يوازې دا چې وينې به همداسې روانې وي، بلکې د خبرو پړاوونه به لوړ شمېر ته رسېدلي وي.
د غونډې په پای کى سلګونه کسانه د قره باغ ولسوالۍ بازار ته راووتل او "جنګ بس دى، موږ سوله غواړو، اوربند غواړو "شعارونه ورکړل.
login or register a new account.