کابل (پژواک، ١٢ زمری ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د فراه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي د یادې ډلې له دوو نورو مهمو غړو سره یو ځای په دغه ولایت کې وژل شوی دی.
ددغه وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته ترلاسه کړې راغلي چې هوايي ځواک تېره شپه ۸:۱۰ بجې د فراه په خاک سفېد ولسوالۍ کې هوايي برید ترسره کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، د فراه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالباري چې په ملا مشر مشهور و د یادې ډلې له دوو نورو مهم غړو (د طالبانو د حلقوي زون مسوول مولوي سعید او د لوجستیکي برخې مسوول ملا صادق) سره یو ځای وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
login or register a new account.