ژبه

خليلزاد : ناروې سولې ته د رسېدو لپاره افغانستان سره مرسته کولى شي

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٨) : تر بين الافغاني مذاکراتو مخکې د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ناروې د بهرنيو چارو وزير سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تر موافقې وروسته د ناروې په پلازمينه اسلو کې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د زمري په ١٨مه، په ټويټر کې ليکلي، چې د ناروي هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان د سولې په اړه لیدلي او خبرې کړې دي.
هغه دا ټينګار هم کړې، چې د ناروې هېواد د سولې خبرو په اړه د ډاډ وړ هېواد دی او کولی شي، چې سولې ته د رسیدو په اړه له افغانستان سره مرسته وکړي.

زلمى خليلزاد  څو ورځې مخکې په قطر کې له طالبانو سره داتم پړاو تر درېيو ورځنيو خبرو اترو وروسته په ناڅاپي ډول هند ته سفر وکړ او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سره يې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

ويل کېږي، چې هغه به تر ناروې وروسته جرمني او بيا واشنګټن ته او له هغه ځايه به بېرته قطر ته راځي، څو له طالبانو سره شوې موافقه اعلان کړي.

خو د موافقې د نېټې په اړه بېلا بېل راپورونه ورکړل شوي، ځينې وايي، چې راتلونکې اونۍ د لوى ختر په درېيمه يا څلورمه لاسليک کړې او ځينې وايي چې د اګست د مياشتې په وروستيو کې، خو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د طالبانو د مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو پلاوى ازبکستان ته  تللى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو او ځانګړي استازي سره يې ليدلي دي.

طالبانو د ازبکستان ددې وړانديز هرکلى کړى، چې غواړي د بين الافغاني مذاکراتو کوربه توب و کړي.

بلخوا ځينو رسنيو خبر ورکړى، چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د توافق متن ترلاسه کړی دی.

سرچينې ويلي، چې د  اختر په درېیمه یا څلورمه له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد موافقه لاسلیک کړي.

په راپور کې راغلي، که چېرته د اختر په درېیمه یا څلورمه د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ توافق وشو، تر هغه وروسته به د یوې اوونۍ په ترڅ کې له طالبانو سره بین الافغاني پلاوی په اسلو کې خبرې کوي، خو که چېرته د اختر په پای کې توافقنامه لاسلیک نه شوه، بیا به په سپټمبر کې لاسلیک شي.

خو د ولسمشر وياند صديق صديقي دغه راپور رد کړى دى.

login or register a new account.