کابل (پژوک، ١٨ زمرى ٩٨) : د قطر امير شيخ تميم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر افغان سولې پرسې خبرې کړېدي.
د قطر دولتي اژانس (قنا) د زمري په ١٨مه، خبر ورکړى، چې د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني پرون دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې اړيکه کې ددواړو هېوادونو پر اړيکو او په ځانګړې توګه پر افغان سولې پروسې په تفصيل سره خبرې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې د قطر امير ټرمپ ته د افغان سولې پروسه کې له شويو پرمختګونو د امريکا ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.
دا اړيکه په داسې حال کې نيول شوې، چې دامريکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې روانې او اټکل کېږي، چې په نږدې ورځو کې دواړه خواوې تړون لاسليک کړي.
login or register a new account.