ژبه

نادري : افغانان د افغانستان اسلاميت او جمهوريت ساتل غواړي

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٨) : د اداري اصلاحاتو کمېسيون مشر نادر نادري وايي، افغانان پر دې اجماع لري، چې د افغانستان اسلاميت او جمهوريت بايد وساتل شي.

نادري دغه څرګندونې پرون په کابل کې د افغانستان دستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز لخوا په يوه جوړ شوي بحث کې کړې دي.

په دغه ناسته کې پر ولسمشريزو ټاکنو، سولې ، د افغانستان او امريکا پر اړيکو خبرې او بحثونه وشول.

ددې ناستې په ګډونوالو کې د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون مشر نادر نادري، ، دامريکا د بوسټون پوهنتون د انسان پېژندنې د څانګې استاد توماس بارفيلډ، د سولې عالي شورا حبيبه سرابي،  د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمشنر مولانا عبدالله او د هشت صبح ورځپانې مدير مسوول فردوس کاووش شامل  وو.

نادري د افغانستان د سولې پروسې او راتلونکو حالاتو په اړه وويل چې د ( افغانستان اسلامي جمهوري ) امارت نظام غير ممکن دى.

راتلونکي نظام دغه نوم دطالبانو يو پخواني چارواکي ملااغا جان معتصم څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې وړانديز کړى و.

هغه چې د دوحې د بين الافغاني ناستې ګډونوال هم و، وايي، ، طالبانو له افغان پلاوي سره د ناستې پر مهال په دې کې پاتې راغلل، چې خپلې مبارزې ته مذهبي رنګ ورکړي .

نادري زياته کړه، ددې په پرتله افغان پلاوى چې پکې ښځې هم وې، پياوړي مذهبي دريځ درلود.

هغه له طالبانو سره د افغان لوري د مذاکراتي ټيم په اړه وويل، ددې ټيم د بريا لپاره اړينه ده، چې اجماع رامنځته شي.

نادري زياته کړه، چې مذاکرات دوه مرحلې لري، لومړۍ مرحله يې د امريکا  او طالبانو ترمنـځ موافقه ده او دويمه يې د طالبانو او له افغانستان سره موافقه او دا موافقه به د جمهوريت او د ١٨ کلنو لاسته راوړنو پر سر وي.

هغه وويل، چې ددوحې په ناسته کې ددې شاهدان وويل، چې له اوربند او د راتلونکي حکومت  په اړه تر خبرو مخکې د امريکايي ځواکونو وتل ډېر مطرح وو.

د نوموړي په وينا، د دوحې په ناسته کې په ډاګه شوه، چې د افغانستان اوسنى سياسي، ټولنيز او اقتصادي منظر طالبانو ته د منلو نه دى.

login or register a new account.