ژبه

تازه خبرونه
د انګلیستان سفیرې د افغانستان خلکو ته خوندي او له خوښیو ډک اختر غوښتی

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۸): په کابل کې د برېتانیا سفیره د لوی اختر د مبارکۍ په یوه پیغام کې وايي چې په افغانستان کې د یوې ټول شموله، ډیموکراتیکې او سوله ییزې راتلونکې لپاره له روانو ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د برېتانیا د سفیرې الیسون بلیک د مبارکۍ په دغه پیغام کې راغلي ((موږ د هغو ټولو هڅو چې په افغانستان کې د یوې ټول شموله، سوله ییزې، ډیموکراتیکې او سوکاله راتلونکې لپاره روانې دي، ملاتړ کوو.))  

سرچینه کاږي چې برېتانیا له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان همکاره او ملاتړې وه او له دغه هېواد سره یې دوستانه اړیکې درلودلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یو د سوله ییز او له خوښیو ډک اختر هیله کوو، اختر د هغو مسلمانانو لپاره چې په دې ورځو کې د حج فریضه ادا کوي هم مبارکي وایم.))

سرچینه د سفیرې له خولې لیکي: ((د افغانستان د ډېرو دوستانو په څېر، زه هیله لرم چې په اختر کې او وروسته له اختره تاوتریخوالی په افغانستان کې راکم شي، د افغانستان خلکو په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېر ځور او درد ولید او موږ اوس پر دې باور یو چې دغو ناخوالو ته له یوې سیاسي حل لارې د پای ټکی کېښود شي.))

login or register a new account.