ژبه

تازه خبرونه
ننګرهار کې دوه طالب ډلمشرانو نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۸): د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د دوو ډلمشرانو د نیولو خبر ورکړی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا رالېږل شوې، راغلي دي چې یاد کسان پرون د ننګرهار په پټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

سرچینه کاږي: ((دغه دوه ډلمشران نوید مشهور په انتظار او نقي مشهور په احمد دي، په ډېری ترهګریزو کړنو لکه د دولتي کارکوونکو په ترور او پر امنیتي پوستو بریدونو کې یې لاس درلود.))

سرچینه وايي چې له یادو کسانو درې میله وسله، دو لاسي بمونه، یو اندازه تجهیزات او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.