ژبه

سره صليب : په تېرو ٦ مياشتو کې پر روغتيايي کارکوونکو او مرکزونو ٥٩ بريدونه شوي

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٨) : د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه څرګنده کړې چې دسولې روانو خبرو اترو د تاوتریخوالي کچه او پر ملکي وګړو د هغوی اغېزې نه دي کمې کړې.

د يادې کمېټې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله په افغانستان کې اوس هم لوړه ده او د ۲۰۱۹ کال معلومات داسې ښیي چې د روانې جګړې ټول ښکیل لوري باید د افغانستان د عادي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې هڅې لا ډېرې کړې.

سرچينې زياته کړې، هوایي بمبارۍ، شپني او نور بریدونه په کلیو او ګڼ مېشته سیمو کې ترسره  کیږي چې په پایله کې یې ښځې، نارینه او ماشومان مړه او معلول کیږي؛ په داسې حال کې چې هغوی په جګړه کې هېڅ برخه نه اخلي. کورونو، جوماتونو، ښوونځيو، مارکېټونو او روغتیایي مرکزونو باندې بریدونه کیږي.

په افغانستان کې د ای سي ار سي د مرکزي نمایندګۍ مشر خوان پډرو سکارر وایي، ”د ملکي وګړو کړاوونو ته لږ پاملرنه شوې ده. د هغوی باید تل ملاتړ او درناوی وشي“.

هغه زياته کړې، ټول ښکیل لوري باید د روغتیایي کارکونکو ملاتړ او درناوی وکړي. پر روغتیایي کارکونکو او مرکزونو د بریدونو ګراف هم ډېر لوړ دی؛ څرنګه چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو  میاشتو کې، ۵۹ پېښې شوې دي.

د نوموړي په وينا، ټول ښکیل لوري باید ناروغانو ته اجازه ورکړي چې روغتیایي خدمتونو ته بې له خنډه لاسرسی ولري، بې له دې چې د هغوی لوری په پام کې ونیول شي.

سکارر زیاتوي، ”په یوه ډاکټر یا نرس برید، د ټولو لپاره ژوند ژغورونکي روغتیایي څارنې تر تاثیر لاندې راوړي“.

په ورته مهال کې، ای سي ار سي د هغو کسانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري چې د ښکېلو لورو له خوا د جګړې په تړاو نیول شوي؛ پرته له دې چې دا پام کې ونیسي چې کوم لوري هغوی توقیف کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، توقیف شوي کسان باید د روغتیا څارنې خدمتونو او اساسي اړتیاوو لکه پاکو اوبو، جامو او د روغتیا ساتنې توکو ته لاسرسی ولري او همدارنګه باید له خپلو کورنیو سره اړیکه ولري.

سره صليب ويلي، سره له دې چې بشري اړتیاوې مخ په ډېرېدو دي، امنیتي وضعیت هغو کسانو سره مرسته ستونزمنه کړې چې خوړو، اوبو، پناه ځای او امنیت ته اړتیا لري. د تېرو څو کلونو په پرتله، سږکال د پېښو شمېر د مرستندویانو پر ضد د بریدونو په ګډون ډېر زیات وو.

سرچينې زياته کړې، په اپریل میاشت کې، ای سي ار سي مجبوره شوه چې خپل ځینې فعالیتونه ودروي؛ لکه په هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی له ټپیانو سره مرسته، روغتیایي مرکزونو ته د ټپیانو لېږد، د جګړې له ډګره کورنیو ته د مړیو لېږد، له زندانیانو سره لیدنې او له خپلو کورنیو سره د توقیف شویو کسانو د لیدنو او ټيلېفوني اړیکو د چارو هوارول.

په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې ای سي ار سي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ژمنه ده، دغه کمېټه بې له خنډه لاسرسي ته اړتیا لري ترڅو بېړنۍ بشري مرستې هغو کسانو ته چمتو کړي چې د جګړې له امله اغېزمن شوي دي. د نړیوالو بشرپالونکو حقوقو پر بنسټ، ښکیل لوري باید اړو ملکي خلکو ته د بشري مرستو لېږدولو ته اجازه ورکړي او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ځکه چې دغه فعالیتونه په ناپییلې توګه سرته رسېږي.

login or register a new account.