کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ په نوم يوه هوټل کې د واده پر مراسمو د ځانمرګي بريد له امله ٦٣ کسان وژل شوي او ١٨٢ نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه برید تېره شپه ١٠ بجې او ٤٠ دقيقې د شپږمې حوزې اړوند د چهاردهي په سيمه کې د شهر دوبۍ په نامه د ودونو په يوه تالار کې شوی دی.
هغه زياته کړه، ځانمرګي بريدګر په هوټل کې دننه ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رحيمي په وينا، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٣ کسان وژل شوي او ١٨٢ نور ټپيان دي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين او د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد دواړو دغه بريد غندلى او په کې هر ډول لاس لرل یې رد کړي دي.
تر اوسه بلې کومې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.