کابل (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٨): وسله والو طالبانو د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي ويلې او له بهرنيو ځواکونو يې غوښتي چې له افغانستانه ووځي.
د دې ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د را رسېدو له امله ټول ولس ته مبارکي وړاندې کوي.
سرچينه زياتوي، پوره سل کاله وړاندې (۱۲۹۸هـ ش، د اسد په ۲۸مه) افغان متدین او مجاهد ولس له انګریزي ښکېلاکه د ګران هېواد افغانستان خپلواکي وګټله او برېتانوي استعمار یې اړ کړ چې د افغانستان خپلواکي پر رسمیت وپېژني.
افغان مجاهد ولس د علماء کرامو او روحانیونو په فتوا او رهبري کې اتیا کاله د برېتانوي اشغالګرو پر ضد جهاد او د خپلواکۍ مبارزه وکړه او درې ځلې یې یرغلګر انګرېزان مات کړل او له خپل ویاړلي ټاټوبي یې وشړل.
سرچينه کاږي، د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کېدونکې مبارزه نه یواځې د افغانستان د خپلواکۍ سبب شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یې ټولو محکومو او استعمارځپلو ولسونو ته د ازادۍ او مبارزې روحیه تلقین کړه، تر دې چې د نړیوال غربي استعمار پر وړاندې مسلحو قیامونو زور واخیست چې په پای کې همدغه قیامونه د محکومو ملتونو پر ازادۍ منتج شول.
په دې خبرپاڼه کې طالبانو په اوسمهال کې په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو غوښتي، غوره دا ده چې نور دوى له افغانستانه ووځي.
د دوى په وينا، اوس هغه پړاو را رسېدلى چې په افغانستان کې پاتې بهرني پوځيان د وتلو تابيا نيسي.
دا په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې اته پړاوه خبرې ترسره شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به دواړه لوري پر يوې هوکړې سره سلا او لاسليک وکړي.
login or register a new account.