کابل (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٨): د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر وايي، له طالبانو او افغان حکومت سره یې ګټورې خبرې لرلې دي او په راتلونکو دوو اوونیو کې به د یوې هوکړې د لاسلیک شاهدان وي.
ډونالډ ترمپ دغه څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړې دي.
ده ويلي، د خپلې کابینې له مهمو غړو سره یې د افغانستان د سولې په اړه ګټورې خبرې کړې دي او ډېر ژر به په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او هم به ډېر ژر به د افغان سولې په اړه یوه مهمه هوکړه رامنځته شي.
هغه زياته کړې، دوی به یوه استخباراتي ډله په افغانستان کې پرېږدي؛ دا ځکه چې دغه هېواد د ترهګرو پر لابرتوار بدل نه شي، دغه ډله به هلته د ترهګرو ډلو مخنیوی کوي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي، خو د افغانستان او په سیمه کې د ترهګرۍ د څارلو لپاره به یې وړه او پیاوړې استخباراتي ډله فعالیت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن