کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې له طالبانو سره "ښې خبرې" روانې دي، خو اندېښنه هم څرګندوي چې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو وتل له ځنډ سره مخ کېداى شي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ټرمپ دا څرګندونې پرون په سپينې ماڼۍ کې د رومانياله ولسمشر سره تر ليدنې وروسته خبريالانو سره کړې دي.
ډونالډ ټرمپ زياته کړې، دا هم نه شي ويلى چې دسولې تړون به امريکا او يا طالبانو ته د منلو وړ وي يا نه.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له امريکا سره د طالبانو نهم او پرېکنده پړاو خبرې سبا په قطر کې پيليږي او ددې خبرو مهمه موضوع د امريکايي ځواکونو وتل دي.
د امريکا ولسمشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا پر طالبانو باور کېداى شي، وويل چې پر هيچا باور نه شي کېداى.
نوموړي يو ځل بيا افغانستان د ترهګرو پوهنتون ياد کړ او ويې ويل، د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره غير اتومي بم کارولى شي، خو نه غواړي سلګونه زره افغانان ووژني.
ټرمپ تېره مياشت هم دا ډول څرګندونې کړې وې چې د افغان د سياسيونو او افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوى و.
login or register a new account.