کابل (پژواک، ٤ وږى ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ پر ټاکنو د څار څلورو نړيوالو بنسټونو تر اوسه پورې غوښتنليکونه ورکړي خو تر اوسه هېڅ يوه هم باورليک نه دى ترلاسه کړى.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وياند مرستيال عبدالعزیز ابراهیمي د زمري په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه د ولسمشرۍ پر ټاکنو د څار ٢٤ کورنيو بنسټونو باورليکونه ترلاسه کړي چې اته مدني ټولنې، ١٣ ګوندونه او درې رسنۍ په کې شامل دي.
خو هغه زياته کړه: ((پر ټاکنو د څار هېڅ نړيوال بنسټ باورليک نه دى ترلاسه کړى.))
هغه وويل چې ١٦ کورنيو او نړيوالو بنسټونو چې اته يې مدني ټولنې، څلور يې نړيوال، درې ګوندونه او يوه رسنۍ په کې شامل دي، پر ټاکنو د څار په موخه د باورليک اخيستو غوښتنه کړې ده چې ډېر ژر به باورليکونه ورکړل شي.
د نوموړي په خبره، د وږي تر ٣٠مې د ولسمشرۍ پر ټاکنو د څار باورليکونو وېش جريان لري چې تر هغې نېټې به پاتې نور بنسټونه هم باورليکونه ترلاسه کړي.
د هغه په وينا چې د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو باورليکونه اخيستي او دغه راز د غني او حکمتیار ټيمونو ناظرين هم سيستم ته داخل شوي دي.
بلخوا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (فيفا) اجرايي رييس یوسف رشید د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د نړيوالې ټولنې پر نه لېوالتیا نيوکه کوي او وايي: ((د ټاکنو د روڼتيا په اړه د کانديدانو له لوري موږ اندېښنه لرو، د دې لپاره چې نړيواله ټولنه د تېر په پرتله له ټاکنو سره علاقه نه لري، پيسې نه مصرفوي او سرچينې يې په واک کې نه ورکوي او د څار نړيوال او کورنى بعد يې هم ورته مطلوب نه دى.))
هغه وويل چې که نړيوال ناظرين هم موجود وي، د کابل له شنې ساحې به بهر ونه وځي، ښايي هغه ساحې چې کانديدان په کې موجود وي، نظارت کړي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په ٦مه پيل شي، دغو ټاکنو ته ١٧ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
login or register a new account.