ژبه

افغانستان يو ځل بيا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته  له پاکستانه شکایت کړی

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٨): افغانستان يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په اړه شکايت کړى دى.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي چې پاکستاني ځواکونو له تېرې اوونۍ راهيسې يو ځل بيا د دغه ولايت پر بېلابېلو ولسواليو شاوخوا زر توغندي توغولي چې لا امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمې استازې او سفيرې عادلې راز له خوا د يوه مکتوب له لارې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په دې اړه شکايت شوى دى.

په دغه مکتوب کې راغلي چې پاکستان په دغو بريدونو سره د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه کړې ده.

دغه راز په دغه شکايت کې راغلي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان له فضايي حريمه هم سرغړونه کړې ده.

په مکتوب کې زیاته شوې چې د روانې اګسټ مياشتې په ١٩مه او ٢٠مه پاکستاني ځواکونو د کونړ پر شلتن ولسوالۍ سلګونه مرمۍ توغولې وې.

د يادونې ده، د روان زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې هم افغانستان د پاکستان پر ضد د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ورته شکايت کړى و.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان پر دغه شکايت خواشیني څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاليسۍ له مخې پاکستان هېڅکله پر ګـډه پوله ډزې نه کوي.

سرچينې زياته کړې: ((ترهګر په دغو سيمو کې پر پاکستاني امنيتي سرتېرو  ډزې کوي، زموږ ځواکونه له ځانه د دفاع په موخه ځوابي ډزې کوي.))

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوى د ترهګرو مرکزونه افغان حکومت ته ښودلي او ترې يې غوښتي چې هلته خپل ځواکونه ځاى پر ځاى کړي.

login or register a new account.