کابل (پژواک، ۶ وږی ٩٨): د ولسمشر وياند وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د حکومت د ماتې په معنا نه دي، بلکې هېواد ته د سولې د راتګ په موخه دغه مذاکرات ترسره کيږي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي دغه څرګندونې نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
هغه وويل چې حکومت به له یوه پیاوړي دریځه له وسله والو طالبانو سره مذاکرات پیلوي، او طالبانو سره خبرې په دې معنا نه دي چې حکومت ماتې خوړلې ده.
ده زیاته کړه، حکومت خبرو ته ځکه لېواله دی چې غواړي په افغانستان کې سوله راشي او د عامو خلکو وژنه پای ومومي.
د ولسمشر ویاند همدارنګه وویل، د طالبانو په څېر یوه وسله واله ډله نه شي کولی چې د یوه نظام او ټاکل شوي حکومت پر وړاندې ودرېږي او ټېنګار يې وکړ چې طالبان باید د سولې پروسې له لارې سیاسي بهیر ته ورګډ شي.
صدیقي زياته کړه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی به راتلونکې یوه یا دوو ورځو کې کابل ته راشي او له ولسمشر سره به د نهم پړوا خبرو وروستي جزییات شریک کړي.
دده په وینا، افغان ځواکونه لا هم د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري او د حکومت غوښتنه دا ده چې بهرنیان پر همدې برخو ډېره پانګونه وکړي.
د صديقي په خبره، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل او یا هم وتل په شرایطو پورې اړه لري، او افغان ځواکونه اوس پیاوړي دریځ کې دي او د جګړې په ډګر کې برلاسي دي.
دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهيل شاهين ویلي چې نن چهارشنبه به هم له امریکايي پلاوي سره د هوکړې پر سر خبرې روانې وي چې په وینا یې ژر به افغانانو ته یو ښه زېری وړاندې کړي.
د يادونې ده چې د طاب او امريکايي استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو نهم پړاو خبرې د وږي په لومړې نېټه پيل شوي او تر اوسه ادامه لري.
login or register a new account.