غزني ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٨): په غزني کې د پوليسو له لوري وژل شوو دوو کوچيانو جسدونه د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د پوليسو په تخنيکي امريت کې موندل شوي دي.
پوليسو تېر کال د لوى اختر په درېيمه ورځ د غزني ښار د جندرما په سيمه کې دوه کوچيان نيولي وو چې وړمه ورځ يې جسدونه د ملي امنيت له لوري د پوليسو په تخنيکي امريت کې موندل شوي دي.
په دې اړه د کوچيانو مشر حيات خان کوچي د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه کوچيان پوپل او روغن له يو ميليون او درې سوه زره کلدارو سره تېر کال نادرکه شوي وو.
هغه وايي: ((پوپل او روغن سپين بولدک ته مالونه وړي وو، کله چې بېرته راغلي، د جندرما په سيمه کې پوليسو نيولي، له هغه وروسته يې بيا موږ مړى او ژوندى ونه وليد.))
حيات خان زياتوي چې هماغه مهال يې د ولايت امنيې قوماندانۍ ته عريضه وکړه خو دغه کسان پيدا نه شول.
ده وويل: ((موږ بيا رياست جمهوري ته عريضه وکړه چې له هغه وروسته د غزني د ملي امنيت ځواکونو د جندرما سيمې پنځه پوليس ونيول چې يوه يې تور سردار نومېږي، تور سردار اوس د دې کسانو د جسدونو ځاى ملي امنيت ته ښودلى دى.))
د حيات خان په وينا، پوپل او روغان يې د تره زامن وو چې د غزني د پخواني امنيه قوماندان فريد مشعل له لوري په بې رحمي سره د پيسو لپاره وژل شوي دي.
دى وايي: ((زموږ پيسې بايد بېرته راکړل شي او نيول شوو کسانو ته هم بايد سخته سزا ورکړل شي.))
د نيول شوو کسانو له ډلې تور سردار پژواک ته وويل چې د يادو کسانو د وژل کېدو پر مهال د پوليسو د تخنيکي امريت مرستيال و.
ده وويل: ((زه پورته ناست وم، سکرټى مې واهه چې زما ملګرو دوه کسان راوستل او بيا یې هغې خوا ته بوتلل، لږ وروسته بېرته راغلل، ما ورته وويل چې څه مو وکړل، ويل يې هېڅ خو زه پوه شوم چې هغه دوه کسان يې وژلي دي.))
په دې اړه د غزني پخواني امنيه قوماندان فريد مشعل پژواک ته وويل چې له دې پېښې هماغه وخت خبر شو او په تور يې پنځه پوليس نيولي وو.
مشعل زياته کړه: ((دغه کسان مې تر نيولو وروسته د نظامي شورا له لارې ملي امنيت ته وسپارل، دې کسانو هماغه وخت اعتراف کړى و، خو يواځې د قبرونو ځاى يې اوس ښودلى دى.))
login or register a new account.