ژبه

خلیلزاد د سولې خبرو وروستي جزئیات د حکومت له مشرانو سره شریک کړل

کابل (پژواک، ١١ وږی ٩٨): زلمی خلیلزاد په دوحه کې د سولې خبرو د نهم پړاو له پای ته رسېدو وروسته کابل ته راغلی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې کتلي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر محمد اشرف غني پرون شپه او نن غرمه  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، د نن ورځې په کتنه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او څو تنه لوړ پوړو دولتي چارواکو حضور درلود.

سرچينه کاږي، ډاکټر خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکایي پلاوي د پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل. دغه راز نوموړي د طالبانو له ډلې سره د امریکا متحدو ایالتونو د تفاهم لیک سند اساسي او وروستي جزئیات له حکومت سره شریک کړل.

د خبرپاڼې په حواله، په دغې کتنه کې ولسمشر غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل چې د طالبانو استازو سره د امریکا متحدو ایالتونو پلاوي د هوکړه لیک سند جزئیات د افغانستان سیاسي قشر سره هم شریک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې افغان حکومت له مشورې، تدقیق او د یاد سند له  هر اړخیزې مطالعې وروسته ملي ګټو او د افغانانو غوښتنو ته په پام  خپل نظریات له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره شریک کړي.

په ورته وخت کې خلیلزاد نن سهار له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په جلا توګه کتلي دي.

د سولې خبرو نهم پړاو چې د وږي په لومړۍ نېټه په دوحه کې پیل شوې و، د شنبې په شپه ناوخته پای ته ورسېدې او زلمی خلیلزاد تېره ورځ له افغان چارواکو سره د مشورې لپاره کابل ته راغی.

ټاکل شوې وه د سولې خبرو یاد پړاو دوه ورځې دوام وکړي خو داسې ونه شو او د نهم پړاو خبرې څو ورځې وغځېدې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نهم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: ((موږ په قطر کې د سولې خبرو دا پړاو پای ته ورساوه او زه به نن د مشورو لپاره کابل ته ولاړ شم.))

login or register a new account.