کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خلکو وژنه د بشريت ضد جنایت او ظالمانه عمل بللى او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې په ټول هېواد کې دې پوځي عملیات ودروي او د سولې هڅې دې ګړندۍ کړي.
د حامد کرزې د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې کرزی په بدخشان، بلخ، فاریاب، فراه او لغمان ولایتونو کې چاودنې، هوایي او راکټي بریدونه چې په پايله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان وژل شوي، غندلي دي.
خبرپاڼه کاږي چې د جګړو قربانیان یوازې افغانان دي او جګړه پرته له تباهۍ بله پایله نه لري، ښکېلې خواوې دې ژر تر ژره جګړه ودروی او د پای ته رسېدو لپاره دې د سولې هڅې ګړندۍ کړي.
په دې وروستيو کې په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، جګړو هم زور اخیستى دی.
د راپورونو له مخې، نن سهار د لغمان په اليشینګ ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان ګولۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او د فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوایې بریدونو له امله د ملکي وګړو، وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو په ګډون ۸۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز راپورونه ښيي چې تېره ورځ په بلخ، فراه او بدخشان کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوو ماينونو په چاودنو کې ١٧ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
login or register a new account.