ژبه

رباني په اسلام اباد کې درې اړخيزې غونډې ته بلل شوى

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چين ګډه غونډه ترسره شي.

يوې ډيپلوماتيکې سرچينې د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا غونډه د راتلونکې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړېږي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ زي ګډون کوي.

يادې سرچينې وويل چې د دې ناستې په اجنډا کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې پروسه او د "سي پيک" اقتصادي پروژه افغانستان ته غځول دي.

په کابل کې يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې تر اوسه د افغانستان حکومت په دې ناسته کې د صلاح الدين رباني ناسته نه ده تاييد کړې.

تر دې مخکې سرچينو ويلي چې ولسمشر اشرف غني پر صلاح الدين رباني بندیز لګولى چې بهرنيو هېوادونو ته سفر نه شي کولى.

خو د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعاوې رد کړې دي.

login or register a new account.