کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۹۸): په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه تازه نظر پوښتنه په ډاکه کوي چې له ۷۶ سلنه ډېر مرکه کېدونکي په ټاکنو کې ګډون کوي، خو ۲۲ سلنه نور پر یاد بهیر د بې باورۍ او امنیتي ستونزو له امله په ټاکنو کې ګډون نه کوي.
ددې نظر پوښتنې پایلې چې د «افغانستان د تحقیق او تحلیل ټولنیز سازمان» له خوا د ۴۰ ورځو په لړ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې نن اعلان شوې.
په دې نظر پوښتنه کې د هېواد له بېلا بېلو طبقو له نږدې ۴۵۰۰ کسانو څخه د «ایا تاسو تصمیم لرئ چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړی؟»، «ولې په ټاکنو کې ګډون نه کوئ.» او نورې پوښتنې شوې دي.
ددې نظر پوښتنې له مخې، له ۷۶ سلنه ډېرو مرکه کېدونکو ویلي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کوي، ۲۲ سلنه نورو ویلي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون نه کوي او ۱،۵ سلنه نورو بیا ویلي چې په دې اړه یې تصمیم نه دی نیولی.
د یادې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې مرکه کېدونکو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې په ټاکنو کې د نه ګډون لامل مو څه دی؟ ۵۰ سلنه ویلي چې پر دغه بهیر د بې باورۍ له امله په ټاکنو کې ګډون نه کوي.
دغه راز ۱۹ سلنه امنیتي ستونزې، ۱۴ سلنه بېلا بېل نور فکتورونه وړاندې کړي او ۱۲ سلنه نورو پر پېژندپاڼو د سټېکر نه لګېدل او د تابعیت تذکرې نه لرل په ټاکنو کې د نه ګډون لاملونه یاد کړي دي.
د افغانستان د تحقیق او تحلیل ټولنیز سازمان رییس نسیم سادات په دې اړه وویل، له قدرت څخه د ناوړه ګټه اخیستو، د قدرت د تعادل د څېړنې، د شفاف او خلکو ته د ځواب ورکوونکي دولت په اړه یې د عامه نظرپوښتنې چوکاټ جوړ او په ټاکلي وخت وړاندې کړی دی.
هغه وویل: ((دغه چوکاټ د خلکو د نظرونو او غږ د انعکاس لپار دی او دا د ټکنالوژیکي همکاریو محصول دی چې د ټولنیزو څېړنو په برخه کې فعالیت کوي او په وسیله یې کولای شو په ژوندۍ بڼه د خلکو غږ انعکاس کړي.))
دغه راز د یاد سازمان د اړیکو د برخې مسوول نوید رحماني «رښتيني وخت د نظر پوښتنې د چوکاټ رامنځته کول» د نظرونو او لیدلورو د انعکاس لپاره غوره الګو وبلله او ویې ویل، د هېواد د اوسنیو اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره ګټوره دی.
رحماني وویل، دغه سیستم کولای شي په ملي بهیرونو کې استفاده شي.
د یادونې ده چې نظر پوښتنه د ټيلېفوني اړیکو په اساس ترسره شوې ده.
login or register a new account.