ژبه

د کابل په بريد کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٨) : دکابل ښار په نننۍ چاودنه کې د ناټو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

دا بريدنن سهار په شاوخوا لسو بجو د نهمې حوزې اړونده  د مسعود او عبدالحق څلور لارو ترمنځ دشش درک سړک په خوله کې وشو.

دکورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه چاودنه کې ١٠ کسان وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان شوي چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي چې په دې بريد کې يې دوه سرتېري وژل شوي، چې يو يې د رومانيا او بل يې دامريکا اوسېدونکي وو.

ناټو ددې سرتېرو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

ددې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د يادونې ده چې درې ورځې مخکې د کابل په قابلباى سيمه کې د بهرنيانو پر ګرينج ويلج ځانمرګي بريد کې د رومانيا يو ديپلوماټ وژل شوى او بل ټپي شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع