ژبه

ميدان وردګو کې د ٢٢ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې يې ٢٢وسله وال وژلي دي.

له ياد وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو عملياتو په ترڅ کې د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د سرې قطعې او يو شمېر نور مهم کسان هم شامل دي.

سرچينه زياتوي، د نرخ ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې له څو شپو راهیسې تصفيوي عملیات دوام لري چې په پایله کې يې تر دې دمه د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا قیوم مشهور په عبیده هم وژل شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې تر دې دمه د وسله والو مخالفینو ٢٢ کسان وژل شوي او ١١ تنه يې ټپيان دي او همدارنګه يې يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو بيا تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.