ژبه

فراه ښار کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، په فراه کې د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې ٨٥ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.

طالبانو نن سهار وختي د فراه پر ښار له څو لورو بریدونه پیل کړل چې د ښار ځینې سيمې يې هم ونيولې.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمې د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کومانډو او ځانګړي ځواکونه فراه ولايت ته رسېدلي او د طالبانو پر وړاندې يې د ځمکې او هوا له لارې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٥٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.

د رحيمې په وينا، امنيتي ځواکونو د فراه ښار په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم د فراه ولايت جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو د فراه ښار ډېرې سيمې نيولې او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، په تېرو څو کلونو کې دا څويم ځل دى چې وسله وال طالبان د فراه پر مرکز ډله ييز بريدونه کوي.

login or register a new account.