کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): د حرکت انقلاب اسلامي ګوند وايي چې ملاتره خېل او د هغه وروڼه بايد محاکمه شي، ځکه چې د حج او اوقافو سرپرست وزير ته يې په ارګ کې سپکاوى کړى دى.
د حرکت انقلاب اسلامي د دارالانشاء مشر رحمت الله واحدیار نن کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې ملا تره خېل محمدي، د ولسي جرګې اوسنيو وکيلانو او د تره خېل محمدي وروڼو شاه وزير او حاجي خان تره خېل او دادالله او د هغوى د کورنۍ دوو نورو غړو د جمعې په ورځ د ارګ په جومات کې د حج، ارشاد او اوقافو سرپرست وزير مولوي عبدالحکيم منيب ته سپکاوی کړى او فزيکي شخړه يې ورسره کړې ده.
هغه دعوه کوي، وایی: "دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلې له خپل ټوپک او زوره د غير قانوني ګټې اخيستنې هڅه کړې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير وګواښي او خپلې ناوړه، نامشروع او ناقانونه غوښتنې پرې ومني."
واحدیار په دغې ناسته کې له حکومت څخه وغوښتل چې ملاتره خېل او وروڼه یې محاکمه او بې وسلې کړي.
دى وايي، د کابل ښار په پلچرخي سيمه کې ځينې پوليس د مولوي تره خېل کسان دي چې بايد له دندې لرې شي.
ده وویل، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي، دوى به په خپله په دې اړه له ترخېل څخه "سپيناوى" وغواړي.
د دې ګوند له خوا په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې دا هم راغلي چې قانوني مراجع دې شاه وزير او حاجي خان دې له څوکۍ نه د ناوړه استفادې له کبله له وکالت څخه لرې کړي.
خو د ملا تره خېل محمدی ورور او د ولسي جرګې غړى ملا محمد خان احمدي تېره ورځ پژواک ته وويل چې دوى منيب ته سپکاوى نه دى کړى.
دى وايي چې د ارګ په جومات کې هېڅ داسې پېښه نه ده رامنځته شوې او که وزير يا وزارت سند لري، څارنوالۍ ته دې يې وړاندې کړي.
login or register a new account.