کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٨) : طالبان وايي چې د امريکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې تر ټولو زيات زيان به په خپله امريکا ته ورسېږي او باور به يې زيانمن کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په يوه ټويټ کې د کابل د وروستي ځانمرګي بريد په غبرګون کې طالبانو سره د روانو خبرو د ځنډولو او په واشنګټن کې له ولسمشر اشرف غني او طالب استازو سره دليدنې د لغوه کولو اعلان وکړ. هغه ويلي، ټاکل شوې وه چې دا ليدنه نن ترسره شوې واى.
د وسله والو طالبانو له خوا د ټرمپ د ټويټونو په غبرګون کې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى به جګړې ته ادامه ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( موږ له امریکایې مذاکراتي ټیم سره ګټور مذاکرات درلودل او توافق نامه نهایي شوه، د امریکا مذاکراتي ټیم تر پرونه پورې له شویو پرمختګونو راضي او خبرې مو په ښه فضا کې پای ته ورسولې، دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاس لیک لپاره په تیاریو بوخت وو.))
سرچينې زياته کړې، د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳ نېټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستي لومړۍ ورځ ټاکل شوې وه. د سیمې او نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم د دې پروسې ملا تړ کړی و.
طالبانو ويلي، اوس چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډېر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې رول متزلزل معرفي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مذاکراتو په جاري ساتلو سره طالبانو نړۍ ته ثابته کړه چې جګړه د نورو له خوا پرې تپل شوې او که د جګړې پرځای د تفاهم لاره خپله شي، دوى تر پایه ورته ژمن دي .
طالبانو زياته کړې، د توافقنامې تر لاسلیک مخکې په یوه برید عکس العمل ښودل، نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربي ښودنه کوي، په داسي حال کې چې تر یاد برید لږ وړاندې امريکا او داخلي ملاتړو یې په ګڼو بریدونو کې سلګونه افغانان ووژل او شتمنۍ یې د اور خوراک کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي : ((امریکا ته د ولسمشر ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمي خلیلزاد د اګسټ د میاشتې په وروستیو کې راکړه موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پورې ځنډولی و. اسلامي امارت پخه پالیسي او غیر متزلزل دریځ لري، موږ شل کاله مخکې هم د تفاهم غږ کړی و نن مو هم هغه دریځ دی او باور لرو چې امریکایي جهت به بېرته همدې دریځ ته راځي.))
طالبانو ويلي، د تېرو اتلسو کلونو مبارزې به امریکا ته ثابته کړې وي، څو پورې چې بهرنيان نه وي وتلي او افغانان خپلې خوښې ته پرېنښودل شي په بل هيڅ شي نه قانع کیږ ي او د همدې ستر هدف لپاره به يې مبارزه دوام کوي.
دافغانستان حکومت هم دامريکا د ولسمشر پر وروستۍ پرېکړې غبرګون ښودلى دى.
دارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې پر وړاندې رامنځته شوى خنډ د طالبانو روانه جګړه ده.
login or register a new account.