ژبه

​کرزى : امريکا او طالبان دې له شفافيت او وضاحت سره بيا خبرې پيل کړي

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٨) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا د ولسمشر د وروستي تصميم په غبرګون کې له افغان ښکېلو خواوو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او په صداقت سره  بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په يوه ټويټ کې له طالبانو سره د روانو خبرو د  ځنډولو او په واشنګټن کې د ولسمشر اشرف غني او طالب استازو سره دليدنې د لغوه کولو اعلان وکړ.

هغه ويلي، ټاکل شوې وه چې دا ليدنه نن ترسره شوې واى.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، سوله د افغانستان د خلکو ستره ارزو ده او تر بل هر څه لومړيتوب لري.

نوموړي زياته کړې، کله چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په نامه هڅې پيل شوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، خو اوس چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوي دا په دې معنی نه ده چې د سولې لپاره دې افغاني هڅې هم اغېزمنې شي، بلکې برعکس دغه هڅې بايد تر بل هر وخته ګړندۍ شي.

کرزي ويلي : ((  په همدې منظور په هېواد کې د پردو ګټو په روانه جګړه کې له افغاني ښکېلو خواوو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښيارۍ سره د بين الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټينګښت لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.))

پخواني ولسمشر د سيمې له سترو هېوادونو هم  غوښتي چې د سولې په راوستو کې د افغانستان له خلکو سره نه يوازې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، بلکې سرعت هم ور وبښي.

ده هيله څرګنده کړې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې يو ځل بيا، له شفافيت او وضاحت سره پيل او په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات سبب شي.

login or register a new account.