کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : بريتانيا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې په پروسه کې جديت وښيي.
بريتانيا دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په يوه ټويټ کې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې وځنډولې.
نوموړي دغه کار وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې ديوه ځانمرګي بريد په پايله کې ديوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان ووژل شول.
په کابل کې د بريتانيا سفارت له خوا د وږي په ١٨ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي بدې پېښې رامنځته شوې دي.
سرچينې زياته کړې، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د غور ولايت د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون د ځوان مشر وژل و، دغه راز په کابل کې هم خونړي بريدونه وشول.
بريتانيا له طالبانو غوښتي چې د سولې پروسې سره جدي واوسي او زياته کړې يې ده چې اوس بايد نور په افغانستان کې تاوتريخوالى کم شي.
بلخوا له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه د غبرګونونو په دوام د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي که څه هم په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو زياته کړې يې ده چې ممکن په افغانستان کې له تازه رامنځته شوي وضعیت څخه ناوړه استفاده وشي او د وینو توېیولو یو نوی بهیر پیل شي.
هغه پرخپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:"د ایران اسلامي جمهوریت خبرداری ورکوي، چې بېګانګان او یرغلګران ممکن په دغه هېواد«افغانستان» کې له تازه رامنځته شوي وضعیت څخه ناوړه استفاده وکړي او په افغانستان کې د وژنو او وینې توېیولو یوه نوې لړۍ پيل شي."
login or register a new account.