ژبه

پاکستان: طالبان او امريکا دې بيا خبرې پيل کړي

کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : پاکستان ويلي، د جګړې له لارې د افغانستان شخړه نه هوارېږي، له امريکا او طالبانو يې غوښتي چې د سولې خبرې بيا پيل کړي.

پاکستان دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په يوه ټويټ کې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې وځنډولې.

نوموړي دغه کار وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ديوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان ووژل شول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى تل په افغانستان کې رامنځته کېدونکى تاوتريخوالى غندلى او له اړوندو خواوو يې غوښتي چې د سولې لپاره جدي کارونه وکړي.

سرچينې زياته کړې، پاکستان د سولې له پروسې سره نه يواځې همکاري کوي، بلکې اسانتياوې هم رامنځته کوي او له ټولو خواوو يې غوښتي چې په دې پروسه کې فعال رول ولوبوي.

په خبرپانه کې راغلي، پاکستان د افغانستان د سولې پروسې په اړه رامنځته شوي وروستي پرمختګونه له نږدې څخه څاري.

پاکستان ويلي، د افغانستان شخړه له نظامي لارې نه شي هوارېداى، دې ته بايد سياسي حل لاره ولټول شي.

دغه هېواد له امريکا او طالبانو غوښتي چې د سولې خبرې له سره پيل کړي او هيله يې څرګنده کړې چې دغه پروسه بيا پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع