کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٨) : راپورونه وايي چې په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې شپږ افغان ديني عالمان چې طالبانو سره يې نږدې اړيکې لرلې، په بلوچستان کې وژل شوي دي.
د امريکا غږ د اردو څانګې د راپور له مخې، تر اوسه ددې وژنو مسووليت هېڅ کومې ډلې نه دى منلى .
په راپور کې راغلي، لومړۍ پېښه د روان زېږديز کال د مۍ په ٢٤مه، د کويټې په پشتون اباد سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې وه، چې د چاودنې له امله د ملا امام د ورور په ګډون درې تنه ووژل شول.
ويل کېږي، چې وژل شوى تن د طالبانو له نږدې ملګرو څخه و.
په راپور کې راغلي، څو ورځې وروسته د کويټې د کچلاک سيمې په يوه جومات کې هم چاودنه وشوه، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول، چې د راپورونو له مخې، وژل شوى تن د طالبانو د مشر ملا هبت الله کشر ورورملا حمدالله و.
د امريکا غږ په راپور کې زياته شوې، چې دغه راز د کويټې په ګل محمد کلي کې هم نامعلومو وسله والو د محمد اعظم په نامه يو افغان ديني عالم وژل شوى و. دغه راز د بلوچستان په دالبندين کمپ کې هم وسله والو يو افغان ديني عالم محمد عالم وژلى و.
په راپور کې زياته شوې چې په دې وروستيو کې د بلوچستان په لورالاى کې د طالبانو د پخواني قوماندان ملا داد الله د کورنۍ غړى ملا محمد صادق او په چمن کې بل ديني عالم محمد سرور هم د وسله والو له خوا وژل شوي دي .
د بلوچستان ايالت پوليسو امريکا غږ ته ويلي چې استخباراتي ادارو ددې وژنو په اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې پايلې نه دي شريکې کړي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.