ژبه

د کابل- باميانو د لويې لارې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وشوه

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ٩٨): د مرکزي سيمو ځينې اوسېدونکي وایي، که حکومت د کابل– بامیانو لويې لارې د امنیت ټینګښت ته پام ونه کړي، د کابل – کندهار لویه لار به د ترافیکو پر مخ وتړي او هم به په لوېدیځو او مرکزي سيمو کې د خلکو اقدامات د ټاکنو بهير له ستونزو سره مخامخ کړي.

د (میدان وردګو، بامیانو، غور او دایکنډي) ولایتونو د ملي شورا او ولسي جرګې يو شمېر غړو نن کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د کابل – بامیانو د لويې لارې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د بامیانو خلکو استازي فکور بهشتي په دغې اعتراضیه ناسته کې وویل، له ډېر وخت راهيسې د کابل – بامیانو لویه لار د ناامنیو له امله د "مرګ واټ" په نوم نومول شوې ده.

ده ادعا وکړه چې د میدان وردګو سيمه ييزې ادارې څه موده مخکې د دغې لارې پوستې ټولې کړې او دغه سيمه یې طالبانو ته سپارلې ده.

هغه زياته کړه، دغه لار څلور ولایتونو سره نښلوي، نو حکومت باید ژر تر ژره د دغې لویې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.

د نوموړي په خبره، که چېرې حکومت د دغې لويې لارې امنیت ټینګ نه کړي، دوى به د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړي او د لوېدیځو او مرکزي سيمو د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر به د خلکو په اقداماتو سره له ستونزو سره مخامخ شي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو خلکو استازي مهدي راسخ په دغې ناسته کې وویل، له کلونو راپدېخوا د بامیان- کابل د لويې لارې ډېرې سيمې د طالبانو په لاس کې دي او طالبان په ښکاره خپل فعالیتونه کوي، خو مرکزي حکومت او د ميدان وردګو سيمه ييزه اداره د دغې لارې د امنیت د تامينولو لپاره هیڅ ډول اقدام نه دى کړى.

د هغه په وينا، دولت باید ژر تر ژره د طالبانو له منځه وړلو لپاره تصفیوي هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي، پوستې او بیزونه بېرته په دغې لاره جوړ کړي.

login or register a new account.