ژبه

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو يو سرګروپ له خپلو ٤١ کسانو سره، نن په تخار ولايت امنيتي ځواکونو ته تسليم شو.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې نن (جمعه، د وږي ٢٢مه) د ياد شوي وزارت له خوا خپور شوى، په ډاګه شوى دى.

سرچينه زياتوي، دغه سرګروپ قاري قمر الدين نومېږي او تردې مخکې يې تر خپلې قومندانې لاندې کسانو سره د بدخشان په کران و منجان ولسوالۍ کې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.

سرچينه کاږي، دغه کسان د تخار ولايت د ورسج امنيه قومندانۍ د پوليسو په هڅو او د قومي مشرانو په همکارۍ له ٣٣ ميله وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.