ژبه

ملي امنيت: کابل ښار کې د داعش د بريدونو يو طراح او يو پاکستانى بريدګر ووژل شول

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٨): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل ښار کې د داعش ډلې پر يوه پټنځاى د ګډو عملياتو ترسره کولو خبر ورکوي او وايي چې په دې عملياتو کې د دې ډلې د بريدونو يو طراح او يو پاکستانى بريدګر وژل شوي دي.

د دې رياست له خوا نن (جمعه، د وږي ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت عمومي رياست تېره ورځ په کابل ښار کې د داعش ترهګرې ډلې درې کسيزه خطرناکه شبکه ونيوله او په دې اړه خلکو ته خبر ورکړل شو.

سرچينه زياتوي: "خوشبختانه د دې نيول شويو کسانو د اعترافاتو په پايله کې، تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو قطعو او ملي پوليسو د کابل ښار په اوولسمه حوزه کې د داعش ترهګرې ډلې پر يوه پټنځاى هدفمند عمليات ترسره کول."

سرچينه کاږي، په دې عملياتو کې د داعش ډلې د بريدونو طراح محمد حنيف او يو بل پاکستانى بريدګر ووژل شول؛ همدارنګه درې کلاشينکوفونه، يو چره يي، ٧ بمونه او درې جوړې پوځي دريشي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملياتو کې يوه پاکستانۍ مېرمن له څلورو ماشومانو سره يې چې په دې پټنځاى کې ځاى په ځاى شوي وو، ټپيان او روغتون ته ولېږدول شول.

د ملي امنيت رياست د کابل ښار له اوسېدونکو غوښتي چې په خپلو سيمو کې د مشکوکو کورنيو د ځاى په ځاى کېدو په صورت کې، امنيتي ځواکونه ژر په جريان کې کړي، ترڅو د ورانکارو کړنو مخنيوى وشي.

login or register a new account.