ژبه

دفاع وزارت: په افغانستان کې د داعش ډلې مطبوعاتو مسوول وژل شوی

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې مطبوعاتو مسوول په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.

د ياد وزارت له خوا د وږي په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوايي بريد تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې ترسره شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې په افغانستان کې د داعش ډلې مطبوعاتو مسوول حسن پنجابي وژل شوى دى.

د ملي دفاع وزارت ويلي چې حسن د ټولنيزو شبکو له لارې د داعش ليکو ته د کسانو د جلب او جذب او د تبلیغاتي پيغامونو خپرولو مسوول و.

داعش ډلى تر اوسه په  دى اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.