ژبه

پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو پر مهال درې پاکستاني عسکر وژل شوي

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د پاکستان پوځ وايي چې په شمالي وزيرستان کې د ډيورنډ پولې ته څېرمه يې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا د وږي په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د شمالي وزيرستان په اباخېل سيمه کې وسله والو د پوځ پر سرتېرو ډزې کړې چې له امله يې يو سرتېرى وژل شوى او په ځوابي بريد کې دوه بريدګر هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په يوه بله پېښه کې يې پر سرتېرو هغه مهال ډزې وشوې چې پر ډيورنډ فرضي کرښه يې اغزن سیم لګاوه.

د پاکستان پوځ ويلي چې په دغه بريد کې درې سرتېري وژل شوي او يو ټپي دى.

د دغو بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.