ژبه

​لويه څارنوالي: د ملا تره خېل او د حج د وزير د شخړې په اړه څېړنې پيل شوې

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې د ملا تره خېل او د حج د وزير مولوي منيب د شخړې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت تېره اوونۍ په يوه خبرپانه کې ويلي وو چې د ولسي جرګې د پخواني وکيل ملا تره خېل او د هغه د وروڼو له خوا د ارګ په جومات کې د وزير مولوي عبدالحکيم منيب سپکاوى شوى دى.

له يادې پېښې څو ورځې وروسته ولسمشر اشرف غني د حج له وزير مولوي عبدالحکيم منيب سره د ليدنې پر مهال هغه ته ډاډ ورکړ چې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا به دا پېښه وڅېړل شي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده قضيه دوى ته استول شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې  او له اړوندو خواوو یې د اړتيا وړ اسناد، استعلامونه او نور معلومات غوښتي دي.

رسولي وايي چې نن له دواړو لورو ورته ياد اسناد رسېدلي او دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

login or register a new account.