ژبه

د کابل د کلکان لپاره د طالبانو ولسوال نیول شوی

 

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸ ): ملي امنیت د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال سردارمحمد او د هغه د درېیو ملګرو د نیولو خبر ورکوي.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، سردارمحمد چې پر «ملا سردار» مشهور و، له درېیو ملګرو (شېر پاچا، ملک او حسیب الله) سره یوځای د کابل ښار اتمې ناحیې ته څېرمه نیول شوی دی.

سرچینه لیکي چې سردارمحمد د کابل ولایت د میربچه کوټ د ولسوال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.