کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٨): ارګ وايي، ولسمشر غني د هلمند د موسى کلا د پېښې د څېړنې لپاره د يوه پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې چې خپلې موندنې ژر له حکومت سره شريکې کړي.
د پژواک د راپور په حواله، د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د واده پر موټرو بمبار شوى چې په ترڅ کې يې ١٤ ښځې او ماشومان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
خو د هلمند د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر بيا وايي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې هوايي او ځمکني عمليات کړي چې د شپږو بهرنيانو په ګډون ١٤ وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړني راپورونه ښیي د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په تخته پل سیمه کې پر داخلي او بهرنیو مخالفينو د عملیاتو پر مهال د دوی یو شمېر له منځه وړل شوي، خو په ډېرې خواشینۍ سره چې یو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، جمهور رئیس غني په دغه پېښه کې د ملکي وګړو په تلفاتو سخت خواشینی شو او د هلمند والي ته یې د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې په موخه د یو پلاوی د ټاکلو لارښوونه وکړه چې خپلې موندنې ژر له حکومت سره شریکې کړي؛ دغه راز یې ټپیانو او د قربانيانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سرچينې د ولسمشر له قوله ويلي: "ملکي تلفات د جنګ له بدبختیو څخه یوه ده چې ما او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه ده او باید د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په موخه لا زیات تدابیر ونیول شي."
سرچینه زياتوي، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي چې تل یې د خلکو له کورونو او کلیو څخه د سپر په توګه استفاده کړې او آن د بهرنیو تروریستانو کوربه توب کوي. طالبان باید د جنګ له دوام او د خلکو له وژلو لاس واخلي او افغان حکومت سره دې د سولې مذاکراتو ته کیني.
login or register a new account.