کابل (پژواک، ٢ تله ٩٨) : د ناټو سرمنشي دافغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره دافغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ليدنه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونـډې په څنډه کې نن سهار شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ او زلمي خليلزاد د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ناټو د افغان سولې لپاره د زلمي خليزاد او امريکا د هلو ځلو او هڅو ملاتړ کوي.
د ناټو سرمنشي له زلمي خليلزاد څخه مننه کړې چې د خپلو هڅو په اړه يې په دوامداره توګه له ناټو سره معلومات شريک کړي دي.
نوموړي زياته کړې چې ناټو به د افغان ځواکونو مرستې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خليلزاد د خبرو له ځنډولو وروسته د خليلزاد فعاليتونه هم درېدلي وو.
خو زلمي خليلزاد پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د هند او اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي دي.
دا په قطر کې د خبرو له ځنډېدو وروسته د افغان سولې په اړه د خليلزاد لومړۍ ليدنې وې.
د زلمي خليلزاد دا ليدنې په داسې حال کې پيل شوې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د درول شوو خبرو د بيا پيلېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
login or register a new account.