ژبه

د رايې ورکولو بهير پيل شو

 

 کابل (پژواک،٦ تله٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو د رايې ورکولو بهير نن سهار اووه بجې په ټول هېواد کې پيل شو.

 د روان کال د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې درې کسان د یوه کاندید په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شول او محمد حنیف اتمر هم خپلې ټاکنیزې مبارزې درولې دي.

تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون او امنيتي چارواکو اعلان وکړ چې ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي.

 بلخوا د ټاکنو کمېسيون خبر ورکړى چې ټاکنې به په ټاکل شوي وخت ترسره او دوى بشپړ چمتوالى ورته نيولى دى. 

دا په داسې حال کې ده چې پژواک ته د رسېدلو راپورونو په اساس په ځينو مرکزونو کې د سهار تر اووه نيمو بجو پورې لا هم د رايې اچونې بهير نه دى پيل شوى.