کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو بهیر چې نن سهار ۷:۰۰ بجې پیل شوی و، د مازدیګر ۵ بجې پای ته ورسېد.
لکه څنګه چې د ټاکنو کمېسیون مخکې ویلي وو چې د رایو ورکونې بهیر به له غرمې وروسته ۳ بجې پای ته رسېږي، خو وروسته دا موده د دوو ساعتونو لپاره وغځېده.
نن ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۴ کسانو سیالي وکړه.
د ټاکنو د ځینو ناظرو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د رایې ورکوونکو ستونزې، د ځینو بایومټریک ماشینونو غیر فعالېدل، د رایي اچونې په مرکزونو کې د کم عمره کسانو ګومارل، له رنګ څخه د ګوتو پاکېدل او د رایې ورکولو پر مهال په اجباري ډول د ښځو انځور اخیستل د ټاکنو له تخنیکي ستونزو شمېرلي.
login or register a new account.