کابل (پژواک، ٩ تله ٩٨): په بلخ کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ١١ پوليس وژل شوي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې ١١ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور نادرکه شوي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد بريد تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د شور تپې ولسوالۍ امنيه قومانداني طالبانو نيولې او پوليسو ته يې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.