ژبه

عدليې وزارت: د انساني قاچاق په تور ١٠٤ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۹۸): د عدلیې وزارت وایي، عدلي او قضایي ادارو د تېر کال په اوږدو کې د انساني قاچاق په تور ۱۰۴ کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلي دي.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور دغه څرګندونې د تلې په ١١مه، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون، د راپور په اړه د جزییات وړاندې کولو پرمهال په یوه غونډه کې وکړې.

ده زیاته کړه، په ټولیزه توګه تېر کال کې د انساني قاچاق ۱۵۴ قضیې لویې څارنوالۍ ته لېږل شوي، چې له هغو څخه ۱۴۵ قضیې څېړل شوي او دوسیې یې محکمو ته لېږل شوې دي. دغه راز ۹ نورې قضیې تر کار لاندې دي.

د دغه راپور پر بنسټ د ملي امنیت ادارې، د انساني قاچاق د ۵۵ شبکو تر تثبیت او پېژندنې وروسته، پر ۳۴ شبکو اوپراتیفي عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۴۱ انساني قاچاق کوونکي نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته یې ورپېژندلي دي.

راپور زیاتوي، چې کورنیو چارو وزارت هم د انساني قاچاق اړوند د ۱۲۲ قضیو د کشف او څېړنې په ترڅ کې ۶۳ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته یې سپارلي دي.

سرچينې ويلي، د هېواد د جزا کوډ د حکمونو پر بنسټ، د انسان او کډوالو د قاچاق کوونکو له ډلې، ۷۵ تنو ته د اوږدمهاله، منځمهاله او لنډمهاله بند سزا اورل شوې ده.

د عدلیې وزیر زیاته کړه چې همکارو موسسو، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون له غړو ادارو سره په همغږۍ په خپل ملاتړي مرکز کې له روغتیايي، رواني، ښوونیز او ټولنیز اړخه د انسان او کډوالو د قاچاق د ۱۰۵۰ قربانیانو مرسته کړې، چې د هغوی له ډلې څخه یو شمېر یې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

همدارنګه دغه کمېسیون څه باندې ۸۶۰۰ بېرته ستنول شویو کډوالو ته هم روغتیايي، رواني، ټولنیز او د پوهاوي ورکولو خدمتونه برابر کړي دي.

دغه راز وزير وویل، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له نړیوالو موسسو سره په همکارۍ د سعودي عربستان، ترکیې، ایران او یو شمېر ارپایي هېوادونو له کرښو څخه د بېرته ګرځول شویو ۵۴ زره او ۲۴۲ کسانو او کورنیو سره د اړینو مرستو وروسته؛ هغوی له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهاوي سکتور چې د ارشاد، حج او اوقافو، کډوالو چارو، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا وزارتونه، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون په کې شامل دي، د انساني قاچاق او د هغه د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د جوماتونو، خطبو، راډیویي او تلوېزیوني پیغامونو، بنرونو، بلبورډونو له لارې د پوهاوي پروګرامونه تر سره کړي چې له امله یې ۱۶۹ زره او ۷۳۵ هېوادولو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

login or register a new account.