ژبه

د امنیتي ارګانونو پر منسوبینو د اپارتمانونو اسناد ووېشل شول

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٨): د امنیتي او دفاعي ارګانونو او د عدلي او قضایي مرکز منسوبینو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو اسناد ووېشل شول.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د امنیتي او دفاعي ارګانونو او د عدلي او قضایي مرکز منسوبینو ته د یو زر اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

سرچينه کاږي، د مراسمو په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار وویل، دغه یو زر اپارتمانونه په غزنوي او لاله ښارګوټو کې موقعیت لري چې له هغې ډلې ۲۰۰ اپارتمانونه د هوایي ځواک پیلوټانو، ۵۳۴ اپارتمانونه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت منسوبینو او ۲۴۲ نور اپارتمانونه د عدلي او قضایي مرکز منسوبینو ته ځانګړي شوي دي.

هغه زیاته کړه، ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جمهور رئیس په لارښوونه تر راتلونکو درې کلونو په پام کې لري ۲۰۰ زره کورونه چې ۱۰۰ زره د استوګنې نومرې او ۱۰۰ زره اپارتمانونه به په کې وي، جوړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو، راستنېدونکو، ښوونکو، دولتي کارکوونکو او نورو مستحقو اقشارو ته ووېشي.

په دغو مراسمو کې جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو زر مستحقو منسوبینو په استازولۍ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت او عدلي او قضایي مرکز لسو منسوبینو ته د استوګنې د اپارتمانونو اسناد ووېشل.

نوموړي د یادو اسنادو د وېشلو پر مهال وویل، ویاړي چې افغان ملت په تېرو پنځو کلونو کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ باور لرلی او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

ده زياته کړه: "ستاسو غم تل زما غم دی، بدبختانه چې له وطن او جمهوري نظام څخه د دفاع په لار کې مو یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونه له لاسه ورکړي دي."

د هغه په وينا، نن هغه امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د خپل هیواد دفاع کوي، تقدیروي او د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پیلوټانو په رول ویاړي.

ده وويل: "هر ځل چې چېرته کومه پېښه کېږي، عکس العمل دا دی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ملامتوي، خو زه پوهېږم چې دې اتلانو د خپل ځان په بیه له سلګونو تر زرګونو پېښو مخنیوی کړی دی."

د هغه په خبره، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مطلق ډول د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمن دي او په هغو ځایونو کې چې ملکي تلفات پېښېږي او موږ مسوول واوسو، د ده ژمنه دا ده چې هغه د قانون په رڼا کې تعقیبوي.

ولسمشر د ښارجوړولو او ځمکو وزارت خدمتونو ته په اشارې وویل، د دې وزارت نیم پخواني مسوولین نن په زندان کې دي، دا ځکه چې هغوی غلا کوله او په هر وزارت کې چې فساد او کمزوري موجوده وي، جدي چلند ورسره کوي.

غني وویل: "کله چې زه جمهوررئیس شوم، ویل به یې چې په کابل کې دولتي ځمکه نشته، اوس د ځمکو په بانک کې له څلور میلیون جریبو زیاته ځمکه تثبیت شوې او دغه ټوله ځمکه ستاسو په خدمت کې ده."

login or register a new account.