ژبه

د ټاکنو پایلو شاوخوا ۲۲۴۴۵ ډیجیټلي فورمونه د پروسس لپاره مرکزي سرور ته لېږدول شوي

کابل (پژواک، ١٧ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، تر اوسه د پایلو شاوخوا ۲۲۴۴۵ ډیجیټلي فورمونه د پروسس په موخه مرکزي سرور او له ۲۸۰۰ دستګاوو د رایې ورکوونکو ټول بایومټریکي اطلاعات دغه مرکز ته لېږدول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر اورنګزېب دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

اورنګزېب د پایلو راټولولو د بهیر له روڼوالي ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: "تر اوسه د پایلو شاوخوا ۲۲۴۴۵ ډیجیټلي فورمونه د پروسس په موخه مرکزي سرور ته لېږدول شوي، همدارنګه له ۲۸۰۰ دستګاوو د رایه ورکوونکو ټول بایومټریکي اطلاعات چې د تذکرې او څېرې عکس، د ګوتې نښه او نور معلومات په کې شامل دي، دغه مرکز ته انتقال شوي دي."

ده همدارنګه وویل، د ۳۲ ولایتونو فزیکي فورمونه چې شاوخوا ۲۳۴۷۱ فورمونه په کې شامل دي، د پایلو راټولولو ملي مرکز ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ۲۲۴۵۱ فورمونه سکن، ۲۲۳۶۴ تصفیه او ۱۸۷۴۰ نور فومورنه په سیستم کې داخلېدو ته چمتو دي.

د یادولو ده، د سرور اطلاعات د «درملوک» کمپنۍ د ویبپاڼې له لارې هممهاله له کمېسیون او نوماندانو سره شریکېږي؛ یعنې کمېسیون او نوماندان مساوي لاسرسی ورته لري.

باید وویل شي چې د دې پروسې د چټکتیا لپاره کاري ټېمونه ډېر شوي چې د پایلو نور فورمونه او د رایه ورکوونکو مشخصات له بایومټریک دستګاوو او فزیکي بڼې د کمېسیون مرکزي سیستم ته داخل کړي.

login or register a new account.