کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٨): د کابينې د يو شمېر وزيرانو په ګډون د افغانستان او بريتانيا د پانګونې او سوداګرۍ دويم کنفرانس په لندن کې پيل شو.
دا کنفرانس نن (د تلې په ٢٢مه) په لندن ښار کې د افغانستان د سفارت په نوښت پيل شوى، چې په کې د افغانستان د کابينې د څو وزيرانو ترڅنګ د دغه هېواد سوداګرو هم برخه اخيستې ده.
په دې کنفرانس کې د افغانستان د سوداګری او صنايعو وزير اجمل احمدي، د اقتصاد وزير مصطفی مستور، د کانونو وزيره نرګس نهان، د کرنې، مالداری او اوبو لګولو وزير نصير احمد دراني، د سوداګريزو خونو اجراييوي رييس قدير بهمن، د بريتانيې د سوداګريزو او صنايعو د خونو رييس سايمون ويليم ويناوې وکړې.
په بريتانيا کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد پرانيستونکې وينا کې وويل، له دې کنفرانس څخه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا، په بريتانيا کې د افغانستان محصولاتو ته بازار موندنه، د افغانستان په کانونو، کرنې، برېښنا او انرژۍ، بانکدارۍ او قېمتي ډبرو په سکتورونو کې پانګونې ته د بريتانوي سوداګرو پانګونې ته هڅول دي.
هغه زياته کړه، افغانستان په اقتصادي او سوداګر ۍ برخو کې ډېر پرمختګونه کړي، هوايي دهليزونه پرانيستل شوي، صادرات زيات شوي، د وسپنې ليکې جوړېدوکارونه پيل شوي او پانګونې ته زمينه برابره شوې ده.
جواد وايي: ((موږ باوري يو چې په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره خصوصي سکتور ته زمينه برابره شوې ده.))
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزيرې نرګس نهان ياد کنفرانس ته د کانونو په برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغې زياته کړه، افغانستان د نړۍ په کچه د کانونو په برخه کې يو له غني هېوادونو څخه دى او په ملي کچه اقتصادي پرمختګ له کانونو څخه ممکنه ده.
مېرمن نهان وويل، د کانونو وزارت پر دې توانېدلى چې په خپله برخه کې لازم اقدامات او اصلاحات راولي او پانګې اچونې ته يې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزير اجمل احمدي وويل، دوى هم د سوداګرۍ په برخه کې ډېر اصلاحات راوستي دي، پانګونې اچونې او د سوداګرو د راجستريشن په برخو کې يې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د اوو ميلياردو ډالرو په ارزښت ورادات لرو. حال دا چې د صادراتو اندازه اوس مهال يو ميليارد ډالره ده .))
د اقتصاد وزير مصطفى مستور وويل، د افغانستان د سيمه ييزو همکاريو د هر اړخيزې پاليسۍ په پايله کې، ګڼ شمیر مهمې پروژې بشپړې شوې او يا هم د بشپړېدو په حال کې دي.
login or register a new account.