ژبه

ولسمشر غني: د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ ډېرېدا په عملیاتو کې د بریالیتوب لامل شوې

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): ولسمشر غني وایي، د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته شوې او دغه کار یې د دښمن پر وړاندې په عملیاتو کې د بریالیتوب لامل شوی دی.

له ارګه پژواک خبرې اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې پرون د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان سکاټ مېلر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال مېلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې ستایلې او د ترهګرو په ځپلو کې یې د هغوی وروستي عملیات بریالي بللي دی.

سرچینه زیاتوي، جنرال مېلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د بریالیتوب لامل وباله.

د خبرپاڼې د معلومات له مخې، مېلر په دې لیدنه کې ویلي: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې دښمن ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي."

ولسمشر غني د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو له دوامداره ملاتړه د منني تر څنګ ویلي: "د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته شوې او دغه کار د تروریستانو پر وړاندې په عملیاتو کې د بریالیتوب لامل شوی دی."

د سرچیني په وینا، ولسمشر همدارنګه په دې ناسته کې ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دي.

login or register a new account.