کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په تخار او لوګر ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د طالبانو د ماین چاودنو د مسوول په ګډون ١٤ وسله وال وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته د تلې په ٢٥مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د لوګر په څرخ ولسوالۍ د طالبانو يو لوى تونل کشف او له منځه وړى دى.
سرچينه وايي چې طالبانو غوښتل د دغه تونل له لارې د څرخ ولسوالۍ پر مقام بريد وکړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې کشف او له منځه يووړل شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو پر مهال ١٢ طالبان وژل شوي او د طالبانو درې د ماين جوړولو ځایونه، دوه قرارګاوې او يو تعليمي مرکز هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د ملي امنيت له لوري پژواک ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د تخار د مرکز تالقانو ښار سراى سنګ سيمه کې عمليات کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د نظامي کمېسيون د چاودنو مسوول محمدالله او يو ملګرى يې وژل شوي او نهه نور ژوندي نيول شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.