ژبه

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما راپور رد کړ

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : وسله والو طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د يوناما  ادارې نهه مياشتنى راپور رد کړ.

يوناما پرون د روان زېږديز کال ددرېيمې ربعې او د نهو مياشتو ګډراپور خپور کړ، په راپور کې راغلي چې په تېرو مياشتو کې څه دپاسه اته زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

يوناما ادعا کړې چې په دې ملکي مرګ ژوبله کې يې ٦١ سلنه د وسله والو طالبانو له خوا اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې راپور په غبرګون کې ويلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتو ماموریت یوناما د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ، په راپور کې بیا هم هڅه شوې چې د ملکي خلکو په نښه کولو او تلفاتو کې د طالبانو ونډه زیاته وښودل شي.

هغه زياته کړې : (( موږ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ناقص او یو لوریز بولو او ردوو يې.))

login or register a new account.