ژبه

د جاپان لومړي وزیر د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا وښوده

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۸): د جاپان لومړي وزیر له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې په افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د افغان حکومت په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی.

د ولسمشرى ماڼۍ خبرپاڼې له مخې، د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه دغه څرګندونې نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د هغه هېواد په پلازمېنې توکیو کې د کتنې پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې محمد اشرف غني نن سهار د جاپان د نړیوالو همکاریو (جایکا) له مشر شینیچي کیتاوکا سره هم کتلي او په دې کتنه کې یې له جاپاني پانګوالو غوښتني چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو وزارت، په افغانستان کې د کانونو ارزښت شاوخوا درې ټريلیون امریکایي ډالره تخمین کړی.

دغه راز د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او د جاپان لومړي وزیر په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د جاپان لومړي وزیر، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنا یاد کړي دي.

ده زیاته کړې، هېواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر مشرۍ ترسره شي.

د جاپان لومړي وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې د جاپان امنیت د شمالي کوریا له لوري له ګواښ سره مخ دی.

هغه له ولسمشر غني غوښتي څو د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان د دریځ ملاتړ وکړي.

login or register a new account.