کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ له طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره خپله ژمنتيا په عمل کې ثابت کړي .
سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د لړم په لومړۍ نېټه، د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر غونډې مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
د ناټو سازمان او د متحدو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا پيلېږي، چې په دويمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته هم کېږي.
سټولټنبرګ وويل، د دفاع وزيران به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان وروستي حالات او په دغه هېواد کې د غوڅ ملاتړ د روزنې ماموريت وارزوي.
هغه زياته کړه، ناټو په افغانستان کې خپل ماموريت ته ژمن دى، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر خوندي مرکز بدل نه شي.
د ناټو سرمنشي وايي، د ټاکنو روڼوالي او په دې برخه کې وړاندوينې ډېرې مهمې دي ځکه چې ازادې او خپلواکې ټاکنې اړينې دي.
سټولټنبرګ د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو امنيت يې په ښه توګه نيولى و .
نوموړي له ټولو سياسي ډلو څخه وغوښتل، چې له صبر او تحمل څخه کار واخلي او انتظار اوباسي چې د ټاکنو کمېسيونونه په رسمي توګه پايلې اعلان کړي.
د ناټو سرمنشي د افغان سولې پروسې په اړه وويل، چې پرون يې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وليدل او هغه د ناټو غړو ته د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، د سولې خبرې تر اوسه په بشپړه توګه نه دي له منځه تللي، ناټو ددې خبرو د بيا پيلېدو ملاتړ کوي.
خو سټولټنبرګ له طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره خپله ژمنتيا په عمل کې ثابت کړي او ديوه باوري سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.
د ناټو سرمنشي وايي چې په افغانستان کې به خپل پوځي شتون ته ادامه ورکوي، خو ددې ترڅنګ د سولې پروسې ملاتړ او مرسته هم ورکوي.
login or register a new account.